عراق:د طارق هاشمي د نيولو حکم صادر شوی

لوېديځو خبري اژانسونو د عراق د امنيتي او قضايي چارواکو له قوله وويل، چې يوې عراقۍ قضايي کمېټې د تروريستي ضد قانون پر اساس د مرستيال ولسمشر طارق هاشمي د نيولو حکم صادر کړی دی.

د عراق سترې محکمې پرون سهار له هيواده بهر د طارق هاشمي پر سفر بنديز ولګاوه.

هاشمي او مرستيال صدراعظم صالح مطلق، چې دواړه سنيان دي او د عراق د سيکولر اړخ غړيتوب لري، تر سخت فشار لاندې راوستل شوي، د مرستيال ولسمشر درې ساتونکي نيول شوي او صدراعظم نوري مالکي د خپل مرستيال صالح مطلق د برطرفه کېدو غوښتنه کړې ده.

د بغداد د امنيتي ادارې ويندوي تورنجنرال قسيم عطا وويل، چې د هاشمي درې ساتونکي د يکشنبې په ورځ د تروريستي فعاليتونو په شک نيول شوی دی.

تر دې مخکې د شنبې په ورځ هاشمي او مطلق ويلي و، چې د دوي ډله پارلمان بايکاټ کوي ځکه چې صدراعظم قدرت ځان ته منحصر کړي دي.