هیلري کلنټن په شمالي کوريا کې د ارام انتقال غوښتنه وکړه

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن پرون د شمالي کوريا د مشر د مړينې د خبر له اعلانېدو وروسته په شمالي کوريا کې د واک د سوله ييز او ارام انتقال غوښتنه وکړه.

مېرمن کلنټن په واشنګټن کې د جاپان د بهرنيو چارو له وزير کويچرو ګيمبه سره له خبرو وروسته وويل، چې د امريکا متحد ايالتونه د شمالي کوريا د خلکو د ښه ژوند په اړه ژوره اندېښنه لري.

د جاپان د باندنيو چارو وزير ګيمبه وويل، دي او مېرمن کلنټن په دې سره موافق ول چې د شمالي کوريا له لوري د غيراتومي کېدو لور ته د کلکو اقداماتو اړتيا بايد يقيني شي.

د شمالي کوريا يوازيني مهم متحد، چين ويلي چې د کيم د مړينې خبر پريشانه کړي خو ډاډ يې څرګند کړي، چې له شمالي کوريا سره به د چين همکاري دوام وکړي.

جنوبي کوريا خپل پوځ تيارسي کړي دي.