د بريتانيا دفاع وزير پرون پارلمان ته وويل، چې له افغانستانه د بريتانوي پوځيانو وتل د امريکايي پوځيانو له وتلو سره تړلي دي.
د بريتانيا دفاع وزير فليپ همانډ وويل، تر هغو چې ولسمشر اوباما خپله پرېکړه نه وي اعلان کړې نه شي ويلي چې له افغانستانه به بريتانوي پوځيان کله ووځي.
په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر له نظره بريتانيا له امريکا وروسته تر ټولو زيات پوځيان لري.
بريتانيا په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري چې زیاتره په هلمند ولايت کې ځای پرځای دي.