د قاهرې په مرکزي برخه کې د تیرې شپې له شخړو وروسته چې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ او ډب په نتیجه کې لږترلږه دوه تنه ووژل شول، نن وضعه نسبتا ارامه ده.
د مصر الاحرام دولتي ورځپاڼې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې وایي، شخړې نن سهار وختې هغه مهال پیل شوې، چې عسکرو اوامنیتي ځواکونو هڅه کوله مظاهره چیان له تحریرچوک څخه لیري کړي.
په وروستیو تلفاتو سره د هغو کسانو شمېر دولسو ته رسیدلی، چې د تېرې جمعې د ورځې راهیسې په راپورته شویو شخړو کې وژل شوي دي.
دولتي منابعو د سلګونو کسانو د ټپي کېدو ویلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلینتن وویل، دا په روانو شخړو ډیره اندیښمنه ده او پرچارواکو یې غږ وکړ، چې هغه کسان ونیسي، چې د مظاهره چیانو حقونه ترپښو لاندې کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون دغه تشدد غندلی او ویلي یې دي، چې امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو په وړاندې له ډیرځواک څخه استفاده کړې ده.
مظاهره چیان له پوځي واکمنانو غواړي، چې سمدستي واک پریږدي.