پاکستانی ولسمشر تر درملنې وروسته خپل هېواد ته ستون شو

د پاکستان یوه لوړ رتبه چارواکي پرون وویل، چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دوبی کې له معالجې وروسته بېرته هیواد ته راستون شو.

نوموړی دوه اونۍ وړاندې دوبۍ ته د معالجې لپاره تللی و، چې له تلو سره یوځای یې د استعفا اوازې هم خپرې شوې وې.

د سند ایالت د کورنیو چارو وزیرمنصور واسان وویل، چې د زرداري د سپرلۍ الوتکه پرون د کراچی په جنوبي برخه کې کښیناسته. کراچۍ د سند ایالت مرکز دی.

زرداري د ډسمبر په ۶ دوبی ته د معالجې لپاره تللی و، چې چارواکو هیڅکله هم دا افشا نه کړه، چې هغه څه ناروغي لرله. د زرداري یوه همکار وویل، چې هغه یوه سطحي دماغي سکته کړې وه.