نړیوالو ځواکونو د پکتیا له نشه يي توکو سره د مبارزې د مشر پر کور حمله کړې

د پکتیا چارواکي وايي، چې تیره شپه بهرنیو ځواکونو د دې ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې د رییس پر کور خپل سري عملیات کړي او یوه ښځه یې وژلې ده.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون د دې خبر په تایید سره وايي، چې بهرنیو ځواکونو د نشه يي توکو سره د مبارزې رییس ډاکتر حفیظ الله او د هغه دوه زامن له ځان سره بېولي دي.

عملیات د پکتیا مرکز ته نژدې د منګل کلا په سیمه کې شوې او د ښاغلي سمون په خبره، په دغو عملیاتو کې درې نورې ښځې ټپي شوي چې د همدې رییس د کور دي.

بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.