افغان حکومت: د هوايي حملو په اړه د ایران اندېښنې به له امریکا سر شریکې کړو

افغان حکومت وایي، چې د بې پیلوټه الوتکو د فضایي تیري په اړه د ایران اندیښنې به له امریکایي چارواکو سره شریکې کړي او د ستونزې د حل لپاره به هڅه وکړي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي دا تایید کړه، چې ایران ترې په رسمي ډول غوښتي، چې د افغانستان له خاورې باید د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د فضایي تیري مخه ونیول شي.

ایران د امریکا هغه بې پیلوټه الوتکه وښودله، چې وایي، دوې اوونۍ وړاندې یې، پر ایران باندې د یوه ماموریت پر مهال کینولې وه.

امریکا وایي، دا الوتکه د تخنیکي عوارضو له وجې غورځیدلې ده.