هند او روسیه به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. دا خبره تر هغه وروسته وشوه، چې د روسیې او هند مشرانو سره په ماسکو کې خبرې وکړي.
د هند صدراعظم، من موهن سنګ، د پینجشبې په ماښام ماسکو ته ولاړ او وروسته له دې، چې د ولسمشر دېمتري مېدودېف سره یې کتل په دفاعي، انرژۍ، روغتیا او تکنالوژۍ په برخه کې یې له روسیې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ.
دوی د جمعې په ورځ په ماسکو کې د خپلې کتنې په پاې کې د هند او روسیې تر منځ ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ، چې په هغه کې افغانستان ته هم اشاره شوې ده.
د روسیې خبري اژانس ایترتاس وايي، دواړو مشرانو له مخالفو وسله والو سره د سولې په برخه کې د افغان مشرانو د هڅو ملاتړ وکړ.
د هند او روسیې د مشرانو په وینا د سولې د هر ډول بهیر مشري باید افغانان وکړي او مخالف وسله وال باید هغه شرایط ومني، چې نړیواله ټولنه یې مطرح کوي.