سیمه ییز پولیس له بشري حقونو په سرغړونو تورن شول

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ په یوې څېړنې کې ویل شوې چې د افغانستان سیمه ييزو پولیسو له بشري حقونو څخه یو شمېر سرغړونې کړې دي.

د پوځ د څېړنې په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی دا هم ویل شوي، د سیمه ييزو پولیسو پروګرام د امنیت په کار کې اغېزناک دی.

دا ځواکونه په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې هلته ملي پولیس او پوځ حضور نه لري.

د امریکا پوځ د بشري حقونو پر سازمانونو او غیر حکومتي موسسو غږ کړی چې له دوى سره دې له نږدې همکاري وکړي، تر څو افغان حکومت د سیمه ييزو پولیسو له خوا د بشري حقونود سرغړونو د اداعاو په اړه کره څېړنه وکړي.