د بشري حقونو د څارنې یوه نړېواله اداره ( هیومن رایټز واچ ) وايي، چې د سوریې پوځي قوماندانانو خپلو عسکرو ته امر کړی چې د جمهور ریس بشارالاسد د رژیم په ضد د مظاهرو د مخنیوي لپاره، له هر ضروري امکان څخه کار واخلي.
دوی ډیر وارې په زغرده پر مظاهره چیانو د ډزو اجازه امر کړی دی.
د بشري حقونو د دې مدافع ادارې په رپوټ کې چې نن خپور شوی دی راغلي، چې پوځي قوماندانانو او د استخباراتو چارواکو خپلو مامورینو ته اجازه ورکړې چې د اعتراضونو په ترڅ کې نیول شوي کسان په غیر قانوني ډول وځوروي، ووهي او شکنجه يي کړي.