د پاکستان ولسمشر له روغتونه رخصت شو

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د چارشنبې په ورځ په دوبۍ کې له څو ورځې بستر کېدو وروسته له روغتون څخه رخصت شو.

د ولسمشر زرداري ویاند فرحت الله بابر ویلي، چې زرداري په دوبۍ کې خپل استوګنځي ته ورغلی دی، خو دا یي ونه ویل چې نوموړی به کله پاکستان ته ولاړ شي.

تر دې مخکې د ولسمشر زرداري له دفتر خپره شوې یوې خبر پاڼې کې ویل شوي و، چې د اصف علي زرداري د روغتیا په اړه د ټولو تر سره شوېو معایناتو نتایج نورمال دي.

اصف علي زرداري تیره اونۍ د ناڅاپي ناروغی له کبله د عربي متحدو اماراتو په دوبۍ ښار کې روغتون ته رسول شوي و. د نوموړي دې ناڅاپي ناروغه کېدو په پاکستان کې ډيرې سیاسي اوازې راپورته کړې وې.