افغان ولسمشر حامد کرزي پرون وویل، هېواد یي نه غواړي چې د امریکا او ایران ترمنځ روانه شخړه کې رول ولري.
په کابل کې د امریکا د دفاع له وزیر لیون پنیتا سره په یو ګډه خبري غونډه کې ولسمشر کرزي وویل، افغانستان د ایران په شمول له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي چې دوي د نورو په شخړو کې دخیل شي.
کرزي په دې اړه چې د افغانستان له خاورې د امریکا بې پیلوټه الوتکه ایران ته ورغلي او هلته لویدلې ده وویل، دوي په دې نه دي خبر چې دا الوتکه له افغانستان څخه تللې.
هغه وویل، د ایران څخه یي په دې اړه یو یادښت تر لاسه کړی او په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي چارواکو سره څیړني کوي.