ایران د هرموز تنګی نه تړي

ایران نن وویل، د هرموز تنګي تړل یې په اجنډا کې نه دي.

خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست په ټینګار سره وویل، که چېري اوسنی تاوتریخوالی په جګړې بدل شي نو د هورموز تنګي هغه برخه چې د ایران د خلیج له غاړو تېریږې، ممکن تر ګواښ لاندې راشي.

مهمان پرست د امریکا متحده ایالات او اسراییل د ایران پر ضد ګواښونو او د جګړې په رامنځ ته کولو تورن کړل او وایي، په داسې یوه حالت کې د ځیني غبرګونونو احتمال هم شته.

د تیلو بیې وروسته له هغې پورته شوې، چې د ایران د پارلمان ځینو وکېلانو د سې شنبې په ورځ وړاندیز وکړ، چې ایران دې د هورموز تنګي په بندولو غور وکړي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیټې رییس ″پرویز سروري″ د سې شنبې په ورځ وویل، ایران به د هورموز تنګي د تړلو په مقصد په نږدې وخت کې پوځي تمرینات وکړي.

د نړۍ د تیل وړونکو بیړیو یو پر دریمه برخه د هورموز تنګي له لارې تېریږې او دا تنګی د ټرانزیټ یوه حیاتي لار ده.

د امریکا متحده ایالات د دغه تنګي د امنیت په مقصد د عربو خلیج کې سمندرې ځواکونه لري.