المالکي، امریکايي سوداګر په عراق کې پانګونې ته وهڅول

د یوه بل خبر له مخې د عراق صدراعظم نوري المالکي واشنګټن ته د سفر پر مهال له امریکایي سوداګرو څخه وغوښتل، چې عراق ته لاړ شي او د دغه هېواد د اقتصاد په رغاونې کې مرسته وکړې.

مالکي په واشنګټن کې د امریکا د سوداګریزو خونو له غړیو او سوداګرو سره د کتنې پر مهال وویل، عراقیان په دې باور دي، چې متحده ایالات ډېرې عالي کمپنۍ لري او د دې هېواد اقتصاد چې په تیلو ولاړ دی، بل لورې ته هم اړولاي شي.

له دې مخکې، نوري المالکي د نړیوال وجهې صندوق یا آی. اېم. اېف له مشرې ″کرېسټین لګارد″ سره هم کتلي وو، او وایي، نوموړي د ۲۰۱۲ کال لپاره د عراق د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو بودجه تصویب کړې ده.