له ایران څخه د افغان متخصصینو د راستنېدو اسانتیا برابریږي

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، د افغانستان، ایران او د مهاجرت د نړیوال سازمان یا ای او اېم ترمنځ پرون یوه موافقه لاسلیک شوه، چې له مخې یې هیواد ته له ایران څخه د افغان متخصصینو د راستنولو په چاره کې اسانتیاوې رامنځ ته کیږي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د دغې موافقت نامې له مخې څلورسوه میلون ډالره له هغو افغانانو سره د مالي ملاتړ لپاره بیلې شوې چې په ایران کې په تخصصي چارو بوخت دی یا لوړې زده کړې یې کړي او غواړي د کار کولو لپاره بیرته افغانستان ته لاړشي.

″له دغو پیسو به له هغو افغانانو او د هغوی له کورنیو سره د شپږو میاشتو یا تریوه کال پورې مرسته کیږي، چې لوړې زده کړې یې کړي او په خپله خوښه غواړي، بېرته افغانستان ته ستانه شي.

وروسته به د افغانستان دولت هڅه وکړي، چې د هغوی د تخصص په اساس ورته کارونه پیدا کړي.″

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په وینا په ایران کې شاوخوا دوه نیم میلیون افغان کډوال اوسي؛ چې شاوخوا یونیم میلیون یې د اوسیدوقانوني اسناد نه لري.

دغه کډوال د ایراني چارو اکو د بدسلوک په شمول له ډیرو ستونزو سره مخ دی.