نصېب ګل مشال له ننګرهار څخه

د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ کارکوونکي هره ورځ په ښار کې لاسې رېړۍ، چې مېوې، سبزي او ځېني نور خوراكي شیان پرې پلورل کیږي، چپه کوي او یا یې له سیمې شړي، د دې لپاره چې سرک د موټرو پرمخ خلاص شي.

د ښاروالۍ څخه مو غوښتنه ده، چې د دوی لپاره یو مخصوص ځای وټاکي، ځكه چې زموږ د افغانانو اقتصاد ډېر خراب او ډېر تکلېفونه یې ګاللي دي، ترڅو ځان ته ېوه مړۍ ډوډۍ پېدا کړي.