امریکا متحدو ایالتونو پرون پر دوو ایراني لوړرتبه پوځي چارواکو پر سفر او مالي چاروبندیزونه ولګول.
د امریکا د خزانې وزارت وویل، د ایران ترټولو ستر پوځي مشر، د دې هیواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز حسن فیروز ابادي او د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د قومندانۍ مرستیال عبداله عراقي له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، چې د امریکا په تورلست کې شامل شول.
د دغه بندیز له مخې د دغو دواړو چارواکو شتمني که په امریکا کې یې لري، کنګل کیږي او امریکایي اتباع اجازه نه لري، چې له هغوی سره معامله وکړي.
د دغه اقدام له مخې دغه راز دواړه چارواکي اجازه نه لري، چې د امریکا خاورې ته ننوځي.
پرایران دغه فشارونه په داسې وخت کې زیاتیږي، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړیوالو اندیښنې مخ په زیاتیدو دي او متحده ایالاتو هم ایران په وروستیو کې په یوې تروریستي دسیسه کې په لاس لرلو تورن کړی دی.