په کندهار کې ۹۰۰ کیلوګرامه چرس سوځل شوي

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ نهه سوه کیلو ګرامه اومه چرس وسوځول شول.

د کندهار د ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان او نړیوالو ځواکونو تیره ورځ ناوخته په دغې ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې ۹۰۹ کیلوګرامه اومه چرس یې ونیول او ځای پرځای یې وسوځول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې یوه ورځ مخکې هم په پنجوایي ولسوالۍ کې زر کیلوګرامه چرس وسوځول شول.