د ننګرهار چارواکي وایي، اتلافي ځواکونو تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په ادوړ سیمه کې درې ماین ښخونکي ووژل.
د خوګیاڼو ولسوال حاجي محمد حسن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه کسان په سیمه کې د ماین په ښخولو لګیا وو، چې ایتلافي ځواکونو پرې له هوا څخه ډزې وکړې.
تراوسه نه ده څرګنده چې ماین خښونکي څوک وو او په کوم هدف یې ماین ښخاوه.