د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په روانه اونۍ کې به له امریکا سره د ستراتيژیک سند په اړه خبرې او بحثونه بیا پیل شي.
د دغه وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د بن کانفرانس د دې سند په خبرو کې ځنډ رامنځ ته کړ خو ډیر ژربه دا خبرې بیا پیل شي.
لودین زیاته کړه افغانستان او امریکا د ستراتيژیکو اړیکو سند به د دودیزې لویې جرګې د مشورو په رڼا کې لاسلیکیږي او وروسته به د تصویب لپاره ولسي جرګې ته ځي.
خو تراوسه دا څرګنده نه ده، چې ولسي جرګه به دا سند تصویب کړی او که نه.