د افغانستان د کرکټ او فوټبال ملي ټيمونه دواړو د يکشنبې په ورځ د اتلوليو په سياليو کې برخه واخيسته، دا لومړى ځل و چې د افغانستان دوه ټيمونه پر يوه وخت په نړيوالو لوبو کې برخه اخلي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريزو سياليو په پايلوبه کې په نيپال کې نن د هانک کانګ له ټيم سره لوبه وکړه، د افغانستان ملي ټيم خپل سيال ټيم ته د ١٢٥ منډو هدف وټاکه، د هانګ کانګ ټيم وروسته بېټنګ پيل کړ او دغه لوبه شېبه مخکې د افغانستان په ګټه پايته ورسېده.
په پايلوبه کې يې هانګ کانګ ته هم ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال لپاره هم يکشنبه يوه تاريخي ورځ ده، ځکه دا لومړى ځل و چې دغه ټيم د نړيوالو اتلوليو لپاره لوبه کوي.
افغانستان یو د صفر په مقابل کې نیپال ته ماتې ورکړه، له دې سره د جنوبي اسیا د فوټبال په لوبو کې د افغان ټيم بریا تایید شوه او دې ټیم فاینل مسابقو ته لار ومونده.
تر دې دمخه افغانستان بوټان او سریلانکا ته ماته ورکړې ده.
پرون افغانستان له هند سره لوبه وکړه چې ٤ د صفر په وړاندې يې ماتې وخوړه.
دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريزو سياليو په پايلوبه کې په نيپال کې نن د هانک کانګ له ټيم سره لوبه وکړه، د افغانستان ملي ټيم خپل سيال ټيم ته د ١٢٥ منډو هدف وټاکه، د هانګ کانګ ټيم وروسته بېټنګ پيل کړ او دغه لوبه شېبه مخکې د افغانستان په ګټه پايته ورسېده.
د کرکټ لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم تر دې مخکې پنځو هېوادونو ماليزيا، عمان، بوتان، مالديف او نيپال ته ماتې ورکړي. افغانستان تر ټولو سخته ماتې نيپال او بوتان ته ورکړې.په پايلوبه کې يې هانګ کانګ ته هم ماتې ورکړه.