ولسمشر کرزي د فوټبال ټیم له روزونکي سره په ټلیفون خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون، ماښام ناوخته د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې له سر مربي محمد یوسف کار ګر سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې هغوی ته د هندوستان د فوټبال له ملي لوب ډلې سره د فاینل لوبې د ترسره کوله له امله مبارکي وویله.

دا په داسی حال کې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سارک غړو هېوادونو د فوټبال سياليو په پاى لوبه کې څلور د صفر پر وړاندې ماتې وخوړه او د سياليو دويم مقام يې خپل کړ.

دا لوبې یوه اونۍ مخکې د سارک سازمان د اتو غړو هېوادونو په ګډون د نوي ډهلي په ښار کې پيل شوې.

افغانستان، نيپال څخه د لوبې په ګټلو سره د دې سياليو پاى لوبې ته لار پيدا کړه.

افغانستان د دغه ټورنمنټ په خپله لومړۍ سيالۍ کې له هندوستان سره يو پر يو، په مساوي توګه لوبه ترسره کړې وه.