د افغانستان، ایران او پاکستان په سرمشریزي موافقه شوې

افغان او ایراني مشرانو د افغانستان، ایران او پاکستان په درې اړخیزې سرمشریزي سره موافقه کړې.

د ارګ ماڼۍ څخه په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد له ولسمشر حامد کرزي سره تیره شپه په تیلیفون کې د درې اړخیزې سرمشریزې پر ښه اغېز ټینګار کړی او وړاندیز یي کړی، چې بله درې اړخیزه غونډ ژر جوړه شي.

ویل شوي، چې افغان ولسمشر دا وړاندیز منلی.