جرمني :د نیو نازي ډلې په تړاو مو یو سړی نیولی

پولیسو په جرمني کې یو سړی پر دې شک نیولی چې د نیو نازي په نوم له جنایتکارې ډلې سره اړیکې لري.

پر دې ډلې تور دی چې په جرمني کې یي نهه مهاجر او یوه پولیسه میرمن وژلي دي.

دا نهه دیرش کلن سړی وروسته له هغې د جرمني په ختیځ کې په خپل کور کې ونیول شو، چې څارنوال وویل شواهد ښيي چې نوموړی د سوسیال نیشنلیستانو له هغې پټې ډلې سره اړیکې لري چې یوه تروریستي ډله ده او له ۲۰۰۰ کال څخه یې تر ۲۰۰۷ کال پورې په جرمني کې پرې د اتو ترکانو یو یوناني او یوې جرمني پولیسې د وژنې تور دی .