د یوه سیمینار په ترڅ کې پر روغتیایي ستونزو بحث وشو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت« د روغتیایي کارکوونکو د ملي ورځې» ترعنوان لاندې د یکشنبې په ورځ په کابل کې یو درې ورځنی ورکشاپ پیل کړ.

سیمینار ته د هېواد د څلوردیرشو ولایتونو د روغتیا ريیسانو بلل شوي ترڅو د دې وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان سره سم، په ولایتونو کې پر شته روغتیایي ستونزو، نیمګړتیاو او وړاندیزونو بحثونه وشي.

د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې داکتر ثریا دلیل وویل، هدف دا دی چې په دی برخه کې ظرفیتونه لوړ او خدمات د هېواد ټولو سیمو ته ورسوي:

«دا ورکشاپ درې ورځنی دی، د وزارت په مهمو پروګرامونو به خبرې وشي، د ظرفیتونو لوړول، ښه اداره رامنځته کول او په ولایتونو او ولسوالیو کې د یو واحد روغتیایي ټیم په بڼه کار کول د ورکشاپ بله موضوع ده،ستونزې به هم مطرح او پر پیشنهادونو به هم غور وشي.»

ډاکټر ثریا دلیل زیاته کړه، په وروستیو څو کلونو کې د روغتیایي خدماتو لمن د هېواد ډیرو سیمو ته غځیدلی او د دولت د نورو ارګانونو په مرسته هڅې روانې دي چې په ولایتونو کې روغتیایي مرکزونه زیات، په وسایلو یي سمبال او مسلکي پرسونل یي بشپړ کړي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په وروستیو څو کلونو کې د ماشوم د زیږیدو پر مهال د مور او ماشوم په مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی او هڅې کېږي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې« نوي فیصده » زیږنې د مسلکي افراد په مرسته وشي، حال دا چې اوس مهال دا شمېره څلورویشت فیصده ده.

خو خلک د عامې روغتیا وزارت هڅې کافي نه ګڼي او هیله کوي چې دا وزارت دې د خدماتو په رسولو کې تدابیر جدي کړي:

«زه د یوعادي پیچکاری لپاره دوه درې ساعته کېږي چې منتظر یم، ډاکتران هم ښه رویه نه کوي.

بل وایي، شخصي روغتیایي مرکزونه یوازې پیسې ټولوي، داسې علاج دې نه کوي چې تری پرې په یو ځل جوړ شي، دوي دې مجبوروي چې څو څو ځلي ورته ورشي.»

خلک دا هم وایي، په لېرې پرتو سیمو کې ډیر ناروغان په خپل وخت د ښارونو روغتیایي مرکزونو ته رسیدلی نه شي.

همدارنګه د لیرې سیمو په کلینکونو کې، د تجهیزاتو او تکړه ډاکترانو او په تیره د ښځینه ډاکترانو او نرسانو کموالی بله ستونزه ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، اوس مهال په ټول هېواد کې د ښځینه نرسانو شمېر درې زرو ته رسیږي او پلان لري، چې تر دوه زره دیارلسم کال پورې دا شمېر شپږ زرو ته پورته شي.

خان محمدسیند، کابل