سالمي:امریکايي بې پیلوټه الوتکه امریکا ته نه سپارو

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو لوړ پوړي قومندان ویلي، هېواد به یي د امریکا هغه جوړه پاتې شوې بې پیلوټه الوتکه چې ایراني ځواکونو نیولې بیرته امریکا ته ونه سپاري.

د ایران په دولتي تلویزون کې د خبرو پر مهال جنرال حسین سالمي وویل، د ایران هوايي حریم ته د امریکا د دې بې پیلوټه الوتکۍ ورتګ یو سرغړاوی او دښمنانه کړنه ده.

د ایران دولتي تلویزون په دې وروستیو کې هغه تصویرونه وښودله، چې د ایران پوځي چارواکي د ار کیو یو سلو اویا ډولې بې پیلوټه امریکايي الوتکې پلټنه کوي چې د دوي په وینا د افغانستان له پولې دوه سوه پنځه ویشت کیلومتره ور اخوا یې د ایران په خاوره کې نیولې ده.

امریکايي چارواکو د خپلې یوې بې پیلوټه الوتکې ورکیدل تایید کړي.