په کابل کې د امریکا سفیر وايي، چې کېدای شي امریکايي پوځیان تر 2014 کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
راین کراکر په کابل کې خبریالانو ته وویل، که افغان حکومت وغواړي، چې امریکايي پوځیان تر ډیره وخته پاتې شي، نو د دغو ځواکونو د وتلو نېټه به وځنډول شي، خو دغه وړاندیز باید د افغانانو له خوا وشي.
ښاغلي کراکر وویل، په باور سره ویلای شي، چې امریکا به دې غوښتنې ته هو ځواب ورکړي.
نوموړي همدارنګه وویل، فکر نه کوي، چې په کابل او مزار شریف کې د عاشورا په مراسمو کې وروستۍ پیښي به قومي تاوتریخوالي ته لاره هواره کړي.