ایا پاکستاني طالبان خپل حکومت سره سوله کوي؟

په دې اړه چې ایا په رښتیا سره پاکستاني طالبانو له حکومت سره د سولې خبري پیل کړي او کنه ،یو لړ پوښتنې پورته شوي دي.

تیره ورځ په لومړنیو راپورونو کې وویل شوه، چې د طالبانو مرستیال مشر مولوي فقیر محمد له حکومت سره په خبرو بوخت دی.

خو یو تن چې ځان دادلله معرفي کوي د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته په تیلیفون وویل، چې مولوي فقیر محمد د تحریک طالبان پاکستان استازیتوب نه کوي بلکه هغه حکومت ته د تسلیمیدو پلان لري.

نوموړي وویل، د فقیر محمد دا ادعا چې د طالبانو په نمایندګۍ له پاکستان حکومت سره غږیږي، ردوي.

له دې نه مخکې رویترز خبري اژانس ته مولوي فقیر محمد ویلي ویلي چې له حکومت سره يې خبري په سم لور پرمخ ځي.