د روسیې په بیلابیلو ښارونو کې نن مظاهره کوونکي راټولیږي او د دې هیواد په پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو پر ضد اعتراض کوي.
د روسیې په بندري ښار ولادي واسټاک او لیرې ختیځ ښار خبروفسک کې مظاهره کوونکی لارو کوڅو ته وتلي.
مظاهرې سایبریا ته پراخې شوې او مسکو ته یې مخه کړې ده. د انټرفکس د خبري آژانس په حواله، تراوسه له سلو زیات کسان نیول شوي دي.
راپورونه وایي، د ډسمبر د څلرمې نیټې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ او لاس وهنې شوي او مخالف ګوندونه د نویو او عادلانه انتخاباتو او د ولادمیر پوتین د دولس کلنې واکمنۍ په جریان کې د ناوړه چلند د ختمیدو غوښتنه کوي.
چارواکو ویلي، د مظاهرو او لاریونونو لپاره یې زیاتې قواوې ځای پرځای کړي او یوازې په مسکو ښار کې له پنځوس زرو زیات عسکر او پولیس موظف شوي، چې په اوبوپاشونکو خاصو موټرو سمبال دي.
په مسکو کې چارواکو له کریملن نه وړاندې د مسکو دریاب اغاړه ټاپو په بلوتنا میدان کې دېرش زرو کسانو ته د راټولیدو او مظاهرې اجازه ورکړې ده.
د نن ورځې له مظاهرو مخکې، د انتخاباتو کمیسیون پارلماني انتخابات قانوني او سم اعلان کړل. په دې انتخاباتو کې د پوتین واکمن ګوند (متحده روسیه) په لږ اکثریت سره مخکې شوی دی.
په رسمې نتیجو کې ویل شوي، چې متحدې روسیې د پارلمان د ۴۵۰ څوکیو څخه ۲۳۸ ګټلې، چې د تېرو انتخاباتو په پرتله یې په سلو کې شل یعنې ۷۷ څوکۍ بایللي دي.