نن د بشري حقونو نړیواله ورځ ده

نن په نړۍ کې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال په دې ورځ د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د بشري حقونو اعلامیه تصویب شوه.

دغه اعلامیه دېرش مادې لري چې له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته خپره شوه او پکې انسانانو ته مساوي حقوق منل شوې دي.

د بشري حقونو د درې شپیتمې کلیزې په ویاړ د ملګرو ملتو د بشري حقونو سترې کمشنرې ( نافي پیللې) وویل، په دوه زره یولسم کال کې د بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې پراخې شوې او له ټولنیزو رسنیو لکه ټویټره، د دیکتاتورانو پرضد کار واخیستل شو.

میرمن پییلې په ځانګړي ډول د عربي هیواد د پسرلي په نوم پاڅونونو ته اشاره وکړه او ویې ویل:

″راځئ چې دا خبره رایاده کړو، چې نور د حکومتونو له لورې د اعتراضونو ځپل پټ نه پاتیږي، ځکه چې اوس ټولنیزې رسنۍ لرو چې هم پیښې څاري او هم نور ترې خبروي، لکه څرنګه چې مو د عرب پسرلي په ترڅ کې ولیدل او کله چې به په ډیرو سیمو کې نړیوالۍ رسنۍ نه وې د همدې ټولنیزو شبکو له لارې خبرونه رارسیدل.″

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د برخې کمشنرې زیاته کړه چې نور نو هیوادونه نه شي کولی چې له خلکو خبرې پټې کړي.