ښايي نن د روسيي د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شي

ټاکل شوې چې د روسیې د انتخاباتو چارواکي د نن ورځې په وروستیو کې د لانجمنو پارلماني انتخاباتو وروستۍ نتیجي اعلان کړي.

د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمیسیون وایي، د صدراعظم ولادمیر پوتین د متحدې روسیې ګوند د ډیسمبر د څلرمې نیټې پارلماني انتخاباتو د رایو نږدي نیمایي وړیدي.

مخالف ګوندونه وایي، انتخابات غیر عادلانه ، له درغلیو او سرغړونو ډک وو.

په سلونو کسان چي په انتخاباتو کي د درغلیو پرضد یي اعرتاضونه کول، نیول شویدي.

مخالف فعالان وایي، ټاکل شوي چي د شنبې په ورځ به شاوخوا دیرش زره کسان په مسکو کي د انتخاباتو د نتیجو پر ضد مظاهره وکړې. د روسیې په نورو ښارونو کي هم د ورته مظاهرو غږ شویدی.

ولادمیر پوتین چي د مارچ د میاشتې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي په بري پوره ډاډمن دی، متحده ایالات یي په روسیې کي د مظاهره کوونکو په هڅولو تورن کړیدي.

پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن مخالفانو ته اشارې ورکړې.