کراچۍ:په بمي چاودنې کې درې پولیس مړه او ۴ټپیان دي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سړک د غاړې بمې چاودنې کې دري پاکستاني عسکر مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په حواله راپورونه وایي، چاودنه نن سهار په هغې لارۍ وشوه چې د کراچۍ ښار په ختیځ کې یوې پوځې اډې ته یي عسکر لیږدول.

تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی . دا ډول حملې تر ډېره حده پاکستانې طالبان او د هغوي نور بنسټ پالې متحدان کوي.

په کراچۍ ښار کې دغه راز په تېرو څو کلونو کې د قدرت پر سر د سیاسي ډلو شخړې او وژونکې جګړې هم شوي دي.