هند:په کلکته کې د اور د لګیدو له امله ۴۰تنه مړه شوي

هندي چارواکي وایي، د ختیځ ښار کلکتې په یوه روغتون کې نن د اور د لګیدو له وجي له څلویښتو زیات کسان مړه شوي دي.

د پیښې د قربانیانو زیات شمېر ناروغان دي چې د دغې پنځه پوړیزې ودانۍ د اور په لمبو او لوګیو کې بند پاتې شوي وو.

اور، سهار وختې د دغه شخصي روغتون په تاکاوۍ کې ولګید او علت یي تر دې دمه نه دی روښانه شوی.

پولیس وایي، لږ ترلږه شپیته کسان یي ژغورلې دې. دا نه ده معلومه چې نور کسان به هم د روغتون په ودانۍ کې بند پاتې وي.