یو بریتانوي سرتیری په افغانستان کې وژل شوی

د بریتانیا دفاع وزارت د هغه بریتانوي عسکر د مړینې خبر ورکړی، چې تېره اونۍ په افغانستان کې په یوه برید کې ټپي شوی و.

د بریتانیا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دې ۳۵ کلن سرتېری پرون د برمنګهم په کوین الیزابت روغتون کې سا ورکړه.

د دفاع وزارت یوه ویاند ډګرمن ګوردن مک کنزي وویل، دا عسکر د سې شنبې په ورځ د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې ټپي شوی و.

ده زیاته کړه، دې بریتانوي سرتېري په داسې حال کې سا ورکړه چې د کورنۍ غړي یې په روغتون کې حاضر وو.