په کندهار کې وسلې،مهمات او نشه يي توکي نیول شوي

له کندهاره د یوه بل خبر له مخې د کندهار امنیتي چارواکي د دې ولایت په اړوندو سیمو کې د څو تنو وسله وال طالبانو د نیولو، وژل کېدو او د وسلو او مهماتو او نشه يي موادو د کشف خبر ورکوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، پرون رسنیو ته وویل چې تېره اونۍ په کندهار ښار او ولسوالیو کې د عملیاتو په ترڅ کې اته وسله وال مخالفین له وسلو او چاودېدونکو موادو سره ونیول شول او په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې دوه ځان وژونکي هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو په ډزو ووژل شول.

اطرافي زیاته کړه، چې د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال ۶۸ کیلو تریاک او اتیا کیلو خام چرس هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلل.