د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن پر پاکستان ټینګار کړی دی چې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې دې د وسلوالو ډلو پر ضد عملیاتو کې له دوی سره مرسته وکړي.
اندريس فوغ راسموسن برسلز ته د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره د خبرو لپاره د رسیدو پر مهال له افغانستان، امریکا او ناټو سره د پاکستان پر همکارۍ ټینګار وکړ او هیله من دي یې وښوده چې له پاکستان سره به یي اړیکې ښې شي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د چارشنبې له ورځې راهېسې په برسلز کې دوه ورځني غونډه پیل کړې، چې په کې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو او له روسیي سره د دې تړون پر اړیکو خبرې کوي.
د ناټو له هغې بمبارۍ وروسته چې په مومندو کې يي څو پاکستاني سرتیري ووژل، پاکستان افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لاره تړلې او د پاکستان او ناټو او پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې یې ترینګلې کړي دي.