د امریکا متحدو ایالتونو او ایران هم په کابل او مزارشریف کې د عاشورا د مذهبي ورځې په مراسمو کې د پرونیو بریدونه غندنه وکړه.
د سپینې ماڼۍ ویاند، جي کارني وویل، متحده ایالات په افغانستان کې پرونۍ حملې په کلکه غندي.
جي کارني کنساس ایالت ته په لاره له ولسمشر بارک اوباما سره په ایرفورس ون الوتکه کې سپرو خبریالانو ته وویل، چې متحده ایالات له افغانانو سره پیوستون او ملاتړ ته دوام ورکوي. له پلان سره سم اوباما د کنساس په ایالت کې د اقتصادي وضعیت په اړه وینا کوي.
ایران هم پرونۍ حملې وغندلې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیرعلي اکبرصالحي وویل، له دې ډول جنایتونو څخه هدف په دې هېواد کې قومي او فرقه یي شخړو ته لمن او ملي یووالی ته زیان رسول دی.
د ایران د دولتي ټلویزیوني شبکې په ویب پاڼه کې د غه راز د صالحي له قوله ویل شوي، چې هغه بهرني هیوادونه تورن کړل، چې غواړي کړکیچ زیات کړي او د سیمی پردولتونو یي غږ وکړ، چې د بهرنیو دسیسو مخه ونیسي.