ولسمشر کرزي لندن ته خپل سفر لغو کړ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، چې ټاکل شوې وه تېره شپه ناوخته له جرمني بریتانیا ته لاړشي او له دې هیواد سره د اوږد مهاله همکاریو تړون لاسلیک کړي، خپل سفر په کابل او مزراشریف کې د پرونیو حملو له امله لغو کړاو بیرته کابل ته وخوځید.

پرون د کابل په مرادخانې سیمه کې د عاشورا د مراسمو په جریان کې یوې تکیه خانې ته نژدې په ځان وژونکي برید کې له پنځوسو زیات کسان ووژل شول او له سلو زیات ټپیان شول. د مزارشریف په برید کې چارواکو د لږترلږه څلورو کسانو د وژل کیدو ویلي دي.

بریتانیا ته د افغانستان د ولسمشر د سفر د لغو کیدو خبرد ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمي تیره شپه ناوخته ازادي راډیو ته ورکړ.

ښاغلي علمي چې لندن ته د ولسشمرد سفر د تیاري په مقصد تللی، دغه راز په خبرو کې وویل، چې ولسمشر پر دغو بریدونو چې مسوولیت یې د لشکر جنګوي په نامه یوې پاکستانۍ سخت دریځې ډلې په غاړه اخیستی، ډېر خواشینی دی.

کرزي او د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل پرون په برلین کې په خبري کنفرانس کې دغه بریدونه په کلکه وغندل.

کرزي وویل، دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې په یوې مهمې مذهبي ورځې کې دغسې یوه وحشیانه پیښه کیږي.