د عاشورا د ویر په مراسمو کې ځانمرګی برید

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د امنیې قومندانۍ وایي، چې د مراد خانۍ په سیمه کې د ځان وژونکې حملې له امله کابو دیرش کسه وژل شوي او د پنځوسو په شااوخوا کې نور ټپیان شوي. د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو ریس جنرال محمد ظاهر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ځان وژونکې حمله نن غرمه مهال د ابولفضل جومات ته نږدې وشوه. د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکتر کارګر نوراوغلي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کابل له حملې څخه ورته ۱۴ مړي او۱۰۵ ټپيان ور وړل شوي دي. په همدې حال کې د مزار شریف په ښار کې هم غرمه مهال یوه ځان وژونکې حمله وشوه، چې د مزار د امنیت د امر عبدالروف تاج په وینا درې کسه ملکیان په کې ووژل شول او درې نور ټپيان شول. د مزار شریف روغتیایي مسولین بیا وایي، چې له دې جملې څخه ورته څلور مړي او شل ټپیان ور وړل شوي.