په افغانستان کې د محرم لسمه لمانځل کیږي

نن په ټول افغانستان کې د محرم لسمه ورځ چې د امام حسین د شهادت له ورځې سره برابره ده لمانځل کیږي.

نن ورځ په ټول هېواد کې په جوماتونو او تکیه خانو کې د شهیدانو ارواګانو ته دوعاګانې ګیږي.

عام خلک هم دا ورځ په خپل ډول لمانځي، خیراتونه کوي او زیارتونو ته ورځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له عزادارانو غوښتي، چې د ځان وهلو پر ځای دې سږ کال هم د وینې بانک ته خپله وینه ډالۍ کړي.