په مسکو کې د ټاکنو په وړاندې اعتراض کوونکي ونیول شول

د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تېره شپه نژدې درې سوه هغه کسان ونيول شول، چې د يکشنبې ورځې د انتخاباتو په وړاندې د اعتراض لپاره واټونو ته راوتلي وو.

اعتراض کوونکي تور لګوي چې په دې انتخاباتو کې د متحدې روسيې د حاکم ګوند په ګټه درغلۍ شوې دي.

روسي رسنيو راپور ورکړی، چې پوليسو د هغه خلکو مخه ونيوه چې د انتخاباتو د کميسيون خوا ته د مارش په حال کې وو.

د يوه بل خبر له مخې په سانت پيټرزبورګ ښار کې هم سل کسان د ورته اعتراض په ترڅ کې نيول شوي دي.

د يکشنبې ورځې په انتخاباتو کې د متحدې روسيې حاکم ګوند په سلو کې له پنځوسو لږې رايې وګټلې چې د ۲۰۰۷ کال له انتخاباتو څخه ډېرې کمې وې. سپينې ماڼۍ پرون د دې انتخاباتو د څرنګوالي په اړه اندېښنه وښوده. د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني وويل:

(موږ د ډسمبر د څلورمې نېټې د انتخاباتو د څرنګوالي په اړه جدې اندېښنې لرو. دې اندېښنو په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان د څارونکو په راپور کې انعکاس کړي. په دې بهير کې د بې عدالتۍ، د صندوقونو د ډکولو او د راي ورکوونکو په لېست کې د لاسوهنې هڅې شاملې دي.)

د اروپا دامنيت او همکارۍ د سازمان او د اروپايي پارلماني اسمبلې څارونکي وايي، د روسيې په پارلماني انتخاباتو کې د حاکم ګوند په ګټه درغلۍ او سرغړونې شوي.

دې څارونکو په يوه بيان کې وويل، د پرونيو انتخاباتو د کمپاين په بهير کې سيالي محدوده او انتخابات په مجموع کې غيرعادلانه وو.