د ولسي جرګې ژمنۍ رخصتۍ پیل شوې

د افغانستان د ولسي جرګې ژمنۍ رخصتۍ پرون پیل شوې، د ولسي جرګې لومړي مرستیال خالدپښتون وویل، چې د ولسي جرګې غړي به د رخصتیو په ترڅ کې خپلو سیمو ته ولاړ شي او هلته به د خلکو ستونزې له نژدې وګوري.

د قانون له مخې ولسي جرګه یوه نیمه میاشت په اوړي کې او یوه نیمه میاشت ژمنۍ رخصتي لري.