مسکو کې مظاهره چیان:په ټاکنو کې درغلي شوی

په مسکو کې په زرګونو تنه په سړه او باراني شپه کې سړکونو ته راووتل چې پر هغه څه اعتراض وکړي چې څارونکي او اپوزيسيون وايي په پارلماني انتخاباتو کې درغلي شوې او په نتيجه کې يې صدراعظم ولاديمير پوتين او د ده د متحدې روسيې ګوند په غلا بريالي شوي دي.

مظاهره چيانو، چې شمېر يې لسو زرو ته رسېده، شعارونه ورکول چې : «پوتين دې لاړ شي» او «بې پوتينه روسيه»

پوتين دې لاړ شي! پوتين دې لاړ شي.
«له پوتينه پرته روسيه!، بې پوتينه روسيه! له پوتينه پرته روسيه»

دا مظاهره په ډېرو کلونو کې په روسيې کې تر ټولو لويه اعتراضيه مظاهره ګڼل شوې ده.