په ګډو پوځي عملیاتو کې ۲۶ وسله وال وژل شوي ۲۷ ژوندي نیول شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د ګډو محاربوي عملیاتو پرمهال شپږویشت وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۷ تنه مشکوک کسان ژوندي نیول شوي.

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات په تیرو څلوریشتو ساعتونو کې په لغمان، هلمند، هرات، بلخ، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې لغمان او هلمند کې بیا شپږ وسله وال مخالفین ټپيان شوي هم دي.

په خبرپاڼه کې همداشان راغلي، چې په خوست، کونړ او کندهار کې بیا د ملي اردو دوه تنه سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د خپلو کسانو د وژل کیدو او ټپي کیدو په اړه څه نه دي ویلي.