ایران د امریکا یوه څارګره الوتکه رانسکوره کړې

د ایران رسنۍ خبر ورکوي، چې دې هیواد د خپلې خاورې په ختیځه برخه کې د امریکا یوه بې پیلوټه اکتشافي الوتکه رانسکوره کړې ده.

د ایران عربي ژبې ټلویزیون الاسلام وویل، د امریکا د پوځ ارکیو۱۷۰ الوتکه څو ساعته مخکې لږ وروسته له هغې؛ چې په ختیځ کې یې د ایران پر هوایي قلمرو تیری وکړ، رانسکوره شوه. په خبرکې کې ویل شوي، چې دغې الوتکې ته سطحي زیان رسیدلی و.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو ویلي، چې ښایي دا هغه امریکایي بی پیلوټه الوتکه وي، چې تیره اونۍ د ایرن په ګاونډ افغانستان کې د یوه ماموریت په مهال ورکه شوه اوله مرکز سره یې اړیکه پرې شوې وه.

په تیرې جولای میاشت کې ایراني پوځي چارواکو روسي متخصصینو ته د یوشمېر امریکایي بې پیلوټه الوتکو ټوټې وښودې او ورته ویلي یې وو، چې دا دوی په وروستیو کلونو کې راغورځولې دي.

ایران له متحده ایالتونو او د دې هیواد له متحدینو سره د خپل لانجمن اټومي پروګرام پرسرلانجه لري. تهران له دې انکار کوي، چې له اټومي پروګرام څخه یې هدف د اټومي وسلو جوړل دي.