د اسې ښکاري، چې د روسیې په پارلماني انتخاباتو کې، چې پرون ترسره شول، د ولادیمیر پوتین په مشرۍ واکمن ګوند د خلکو زښت زیات ملاتړ له لاسه ورکړی.
په سلو کې له نیمایي څخه زیاتې رایې شمیرل شوي او نتاییج یې ښیي، چې د متحدې روسیې ګوند په سلو کې ۴۹،۷ رایې ګټلي، چې دا د ۲۰۰۷ کال د انتخاباتو په نسبت چې دې ګوند په سلو کې ۶۴،۳ رایې خپلې کړې وې، ډېر کمي په ډاګه کوي.
کمونست ګوند په سلو کې د ۱۹،۷ رایو په ګټلو سره دوهم ځای نیولی دی.
د روسیې صدراعظم ولادیمیر پوتین په یوې ټلویزیوني وینا کې، چې ولسمشر دیمیتري میدویدیف یې په څنګ کې ولاړو، هڅه وکړه، چې د دغو نتیجو په رڼا کې یوه زړه وره څیره له ځانه وښیي.
″د دغو نتیجو پر اساس به موږ وتوانیږو، چې په خپل هیواد کې یو باثباته پرمختګ یقیني کړو.″
د انتخاباتو په بهیر کې د انتخاباتي څارونکو د ځورونې او د سرغړونو ادعاوې هم شوې دي.
کمونست او لیبرال یابلیکو ګوندونو ادعا کړې، چې د دوی څارونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د رایې ورکولو بهیر له نږدې وڅاري او هم د رایو په شمېرلو کې د متحدې روسیې په ګټه پراخې سرغړونې شوې دی.