د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا له اسراییلو وغوښتل، چې په منځني ختیځ کې له ترکیې، مصر او نورو امنیتي شریکانو سره تماسونه زیات کړي او اختلافات پای ته ورسوي.
ښاغلي پنیتا د واشنګټن د سیاسي تحقیقاتو په یوه مرکز کې وویل، په دې اړه اندېښنه لري چې د یهودانو دولت ورځ تر بلې منزوي کېږي.
ده پر اسراییلي مشرانو فشار زیات کړ چې له فلسطینیانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره زیات اقدامات وکړي.
ښاغلي پنیتا د اسراییلو د امنیت د ساتنې او په سیمه کې د ثبات د پیاوړتیا لپاره د امریکا پر هڅو ټینګار وکړ:
″اسراییل هم مسوولیت لري، چې دا ګډ هدف تعقیب کړي، څو د اسراییلو سیمه ییز ملاتړ او د امریکا امنیتي هدفونه پیاوړي شي. زما په باور دا سمه ده، چې امنیت له غښتلي اردو سره تړلی، خو له اغېزمنې ډیپلوماسۍ سره هم ارتباط لري.
له بده مرغه په وروستیو څو کلونو کې وینو چې په سیمه کې له خپلو دودیزو شریکانو سره د اسراییلو فاصله زیاتېږي او په منځني ختیځ کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هلو ځلو ته شا اړول کېږي.″
د امریکا دفاع وزیر د خپلو خبرو په دوام کې ایران د ټولو لپاره خطر وباله، ویې ویل، د خلیج له لارې د ایران له خوا په سوداګرۍ او تجارت کې ګډوډي د امریکا لپاره یوه سره کرښه ګڼل کېږي.