د بون د دوهم کنفرانس په درشل کې د بشري حقونو موسسو د دغه کنفرانس برخوالو ته وړاندیز وکړ چې له طالبانو سره د سولې په بحثونو کې د افغان ښځو پر حقونو سودا ونه کړي.
د عفوې نړیوالې موسسې یا ایمنسټي انټرنشنل دې کنفرانس ته یو لړ وړاندیزونه استولي.
د دې موسسې غړې حوریې مصدق د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د تېرو لسو کلونو بریاوې له ځینو نیمګړتیاوو سره سره وستایل خو ویې ویل چې دوی اندېښنه لري چې دا لاسته راوړنې به د سولې په نوم قرباني شي.
حوریه مصدق، چې په خپله هم په افغانستان د بشري حقونو یوه قرباني ده، د بون له کنفرانسه د عفوې د نړیوالې موسسې د غوښتنو په باب له عصمت څاروان سره مرکه کړې: