د ننګرهار د مرافعه څارنوالۍ پر رییس وسله وال برید شوی

د ننګرهار د مرافعه څارنوالۍ رییس حاجي عبدالقیوم نن سهار د چپرهار ولسوالۍ د سرې کلا په سیمه کې د یوه وسله وال برید څخه روغ ووتی.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالرزي وايي، چي د نوموړي درې ساتوونکي ژوبل سوي او په دې اړه څېړني رواني دي.

پر نوموړي د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.