د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بُن په کنفرذانس کې د ګډون او د جرمني له چارواکو سره د خبرو لپاره پرون بُن ته ورسېد.
ده د بُن د کنفرانس په اړه پرون جرمني ته تر روانېدو مخکې د ولسي جرګې د اصلاح غوښتونکو له ټولنې سره په کتنه کې وويل، د بُن د کنفرانس تر ټولو لوي هدف دا دي چې نړيواله ټولنه له ۲۰۱۴ وروسته هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
ولسمشر کرزي همداراز وويل چې دي به د بُن په کنفرانس کې د افغانستان او نړيوالې ټولنې د ګډو لاسته راوړنو، د سولې د بهير، له نړۍ سره د ستراتيژيکو همکاريو او دغه راز د هغو ستونزو په اړه چې افغانستان ورسره د امنيت د نشتوالي، د اقتصادي بنيادونو بيارغونې ته د نه پاملرنې او موازي جوړښتونو په برخه کې مخامخ دي، خبرې وکړي.